سلامونه، نیکی هیلی او تمنیات می ومنی
ګرانو لوستونکو او د ذی یو اچ ویب لاګ لیدونکو! په دی هیله چی روغ رمټ او د عافیت جامه مو په تن ولری، له ډیری مودی او کلونو وروسته یوځل بیا نن الله تعالی فرصت راکړ ترڅو ستاسی خپل ویب سایت مدیریت څانګی ته راشم او ستاسی په چوپړ کی اوسم ګرانو او محترمو ورونو او خویندو، اوه کاله وړاندی موږ له دی ویب سایت څخه نشرات پیل کړل په هغه وخت کی چی زما عمر ۱۵ کاله او د ښونځی په ۹ ټولګی کی وم کوم ویب لاګ چی له ۷ کاله پخوا تر ننه پوری نشرات کوی د الله تعالی ج د مرستی او ستاسی د تشویقونو او دعاګانو برکت ده ډیر زیات ویاړم چی نن د دی ویب لاګ ۷ کال پوره شو ستاسی ګرانو لوستونکو او لیدونکو هر یوه ته په درناوی سره خورا زښت زیات فخر کوم او په خپل ملت ویاړم چی تر ننه یی زموږ له پاڼی سره پوره پوره همکاری کړی او کوی یی.
په درناوی
انجنیر ذبیح الله ابراهیمی
د آی ټی انجنیری څلورم کال محصل
د ویب بلاک مدیر مسؤل