ډلې ډلې برتانويان د اسلام دين مني!
سرچينه: الجزیره . نټ
ژباړه او لنډیز: محمد شفیق صادق
د انډ پنډنټ ورځپاڼې په ډاګه کړې چې د هغو برتانویانو په شمیر کې څو برابره ډیر والی راغلی، کوم چې د اسلام دین مني ، د ورځپاڼې په وینا ، د تندلاري اسلام له نړیوال خپریدو وروسته د برتانیې مسلمانان تر بلې هرې دینې ډلې زیات تر دقیق نقد او تحلیل لاندې راغلل، خو د اسلام د اوسني منفي مروج تصویر سره سره هر کال ډلې ډلې برتانویان مسلمانیږي.

ورځپاڼه دا هم زیاتوي چې د برتانوي نویو مسلمانانو دقیقه شمیرنه ګرانه هم ده، ځکه رسمې شمیرنې دا نه په ګوته کوي چې څوک د پلاره مسلمان ؤ او چا نوی اسلام راوړی، خو پخوانیو شمیرو دا ښودله چې نوي مسلمانان به د ۱۴ او ۲۵ زرو تر منځ وي، خو دبیچ ماترز ډله په دې آند ده چې د نویو مسلمانانو شمیر به تر ۱۰۰ زرو هم اوښتی وي …دا پرته له هغه ۵۰۰۰ کسانو چې هر کال د هیواد په لر او بر کې اسلام مني.
په ټولیزه توګه څیړونکو په ډاګه کړې ده چې په ۲۰۰۱ م کال د مسلمانانو شمیره ۶۰۶۹۹ تنه وه، خو د برتانیې د مسجدونو د شمیرو له مخې په تیرو دولسو میاشتو کې یواځې د لندن په ښار کې ۱۴۰۰ تنو اسلام راوړی، خو که دا شمیرې د ټول هیواد په سطحه وګورو، نو په برتانیه کې هر کال ۵۲۰۰ تنه اسلام مني ، همدا شمیرې د آلمان او فرانسي سره هم سر لګوي، شمیرې ښیي چې هلته هم هر کال ۴۰۰۰ تنه اسلام مني.