په ځان پوهيږم له شپو سره په ټکر کی يمه
رڼا خو ورکه شوه له تيارو سره په ټکر کی يمه
خدايه څه راسره کيږی ليونی شومه زه
اوس د زمان له دی شيبو سره په ټکر کی يمه
په ز ندان کي پروت يم شاه و خوا ته ګورم
بيا د ځنځير او زولنو سره په ټکرکی يمه
وردګه څه وکړم ؟ هيران ،هيران يمه نن
په هر قدم د سرو لمبو سره په ټکر کی يمه
***
وګوره رقيبه زه وفا او جفا پيژنم
نيم ليوني زه خو ژړا او خندا پيژنم
خير دي چي ولاړي درته خوشحالي غواړم
تروسه نيم ړوند خو شپه او ړنا پيژ نم
تا چي هر څه وګړ ستا څخه يي نګڼم
ياد وي جانانه زه خو نن او صبا پيژ نم
راشه سره يوشو ، دادي مور غمونه ورکو بيا
کنه خپل لاره وهمه ، زه هم وعدا پيژنم
دا خومونږ ته ښه ندي خلک پرمونږ وخاندي
دوست او دښمن پيژنم کافر او ملا پيژنم
فکر ګړم وردګه ستا اواز هي
سرګردان
دوي بوميان مونږ اجنبيان شوو خدایه
غلیم اتل موږ په ګریان شوو خدایه
په خپل هیواد او کور کې ځای نه لرو
نن په تخار کې بنديوان شوو خدایه
ګناه مو خپله چې یووالی نشته
له هرې خوانه په تاوان شوو خدایه
ها مهاجر چې غزنوي راوستي
نن ورسره لاس په ګریوان شوو خدایه
له بخارا نه یرغلګر راغلي
په راوستو یې پښیمان شوو خدایه
وردګه نور په چا باور و نه کړې
موږ له شیطانه سرګردان شوو خدایه
کبــــان
ځان مې واخله دا زمان راځنـــې واخله
زما ژوند زما جهان راځنــې واخله
دا زړګـــــی شو یوه زیرمه د غمونو
ځانکندن کې هرارمان راځنــې واخله
دا دنیـا راته ســـوراورد سره دوذخ شوه
دا دوه مـخي ګاونډیان راځنــې واخله
سمندر شوله نړۍ انســان کبــــان شول
له ځنګله تور کارغان راځنــې واخله
ساه مې ولاړه شنه اسمان ته په ختو شوه
نور قلم د ژوند دیوان راځنې واخله