جمعه ۱۳۹۲/۰۱/۱۶ | 5:20 AM | ابراهیمی -
♣ زړونه ویده دي ♣
زړونه ویده دي په نغمه د عشق یې مه ویښوه
مطربه بیا د خپل رباب تارونه مه ټینګوه
بیا که د مینې کاروان راغی ستا سې کلي ته نن
دواړې چشمانې په یوه سلایي مه توروه
هغه کوثر د سپینې خولې چې تصورته راځي
زاهده ماته بل کوثر د شونډو مه یادوه
ګوندې خبر د مهمانۍ لیلا په خپله درکړي
غمازه نورمې پر سر کاڼي د غم مه اوروه
تور کړل چشمان کم لایق د عاشقۍ په رنجو
بالا په شعرکې بې معنا خیالونه مه جوړوه
آستونكي: محمدلایق سرفراز